CRI Online

د عراق پارلمان د بهرنيو ځواکونو د ايستلو قرارداد تصويب کړه

cri     (GMT+08:00) 2020-01-06 10:54:50

د سينهوا اژانس خبريال د جنورۍ په ۶مه نېټه له بغداد څخه خبر ورکړ چې د عراق پارلمان د روانې مياشتې په ۵مه نېټه له دې هېواده د امريکايي ځواکونو د ايستلو قرارداد تصويب کړه او له حکومت څخه يې غوښتنه کړې چې د عراق پر خاوره د ټولو بهرنيو ځواکونو شتون ختم کړي او اجازه ور نه کړي چې د هېواد خاوره، سيندونه، سمندرونه او هوايي حريم وکاروي.

په دې قرارداد کې له حکومت څخه غوښتنه شوې چې د بغداد پر نړيوال هوايي ډګر د امريکايي ځواکونږ د بريد په تړاو لوړه کچه پلټنه وکړي او په ۷ ورځو کې پارلمان ته د پلټنې نتيجه ورکړي. همداراګه حکومت دې په ملګرو ملتونو کې د امريکا پر ضد رسمي تکايت وکړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای