د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، په فرانسه کې لوی اعتصاب د جنورۍ تر ۵مې نېټې پورې د يوې مياشتې لپاره دوام وکړ چې له امله يې سخت اقتصادي زيانونه او د عامو وګړو کار او ژوند ته ستونزې رامنځته شوي دي.
دغه اعتصاب د تېر کال د دسمبر په ۵مه نېټه پيل شوی و، د فرانسې د کارګرو ځينې ټولنې د تقاعد پاليسۍ له اصلاحي مسودې سره مخالفت کوي او له حکومت څخه غواړي چې دغه اصلاحات ختم کړي. د دې په جريان کې که څه هم د دوی او حکومت تر منځ د څو پړاوونو خبرې اترې کړې شوې دي، خو د څرګندو تضادونو له امله د دوی تر منځ موافقه نه ده شوې.
د فرانسې د خبري رسنيو لخوا د يوې تازه شمېرنې سره سم، هره ورځ د دغه هېواد د پټليو شبکې د زيان ارزښت ۲۰ ميليونو يورو ته رسېدلی چې په تيره يوه مياشت کې يې عمومي زيان له ۶۲۰ ميليونو يورو څخه اوښتی دی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |