د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران حکومت د جنورۍ په ۵مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره اعلان وکړ چې دغه هېواد به د ذروي تړون د تطبيق د ځنډولو پنځم پړاو يعنې وروسته پړاو ترسره کړي چې په دغه تړون کې يو کليدي محدوديت يعنې د سنتري فيوژونو شمېر په اړه محدوديت به ختم او له منځه يوسي.
د ايران څو رسنيو د حکومت اعلاميې له قوله په جلا جلا توګه خبر ورکړ چې د دغه هېواد ذروي تړون به نور تر هېڅ محدوديت لاندې نه وي، ايران به د خپلې تخنيکي غوښتنې له مخې د يورانيمو د غني کولو سويه، تصفيه او د يورانيمو توکو شمېر وټاکي.
په ياده اعلاميه کې راغلي، ايران به په دوامداره توګه د اټومي انرژۍ له نړيوالې اېجنسۍ سره همکاري وکړي. که پر ايران بنديزونه لغوه او اقتصادي ګټې يې تاًمين شي، نو دغه هېواد به ذروي تړون بيا تطبيق کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |