CRI Online

د چين او هند ترمنځ د کلتوري تبادلې د عکسونو نندارتون پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2020-01-06 13:13:20

د جنوري په څلورمه نېټه د چين په اړه د کتابونو نندارتون يعنې د چين او هند ترمنځ د کلتوري تبادلې د عکسونو او انځورونو نندارتون د هند په پلازمينې نوي ډيلي کې پرانيستل شو. دغه نندارتون د چين او هند ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د اويايمې کاليزې د نمانځنې د يو لړ فعاليتونو يوه برخه ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري تبادلې د څه باندې دوه زره کلن تاريخ ښکارنديي کوي.

روان کال د چين او هند ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له اويايمې کاليزې سره برابر دی. د دواړو هېوادونو حکومتونو موافقه کړې چې په ګډه سره به د دې کاليزې د نمانځنې لپاره اويا فعاليتونه تر سره کړي.د چين او هند خپرندويې ټولنې به د دې نندارتون په موده کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د اويايمې کاليزې د نمانځنې په مناسبت د کلتوري تبادلې فعاليتونه تر سره کړي. په هند کې د چين لوی سفير سون وي دونګ د دې نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې وويل(اواز۱) زه ډېره خوشحاله يم!د چين او هند ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د اويايمې کاليزې د نمانځنې پرده د دواړو هېوادونو د خپرندويو ټولنو له خوا د کتابونو د معرفي کولو له لارې پرانيستل شوه. نو هيله لرم چې دغه وړاندی شوي کتابونه د دواړو هېوادونو د تمدنونو ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو پل وګرځي.

زمونږ خبريال دا ليدلی چې د دې نندارتون غرفې د نوي ډيلي د کتابونو د نړيوال نندارتون په نړيوالې غرفې کې ترتيب شوې نه دي بلکې په هندي فرعي غرفو کې ځای پر ځای شوې دي. د دغو ترتيباتو موخه د هنديانو له خوا د چين په باب د لازياتو معلوماتو تر لاسه کول دي. د چين د خپرندويې ټولنې استازې او د فينيکس د خپرندويې ټولنې د بورډ کميټې مرستيالې وانګ يي شيون وويل(اواز۲) دغه فعاليت به نه يوازې هنديانو ته د چين د غوره کلتوري لاسته راوړنو د وړاندې کولو ډګر وګرځي بلکې د دواړو هېوادونو د خپرندويو ټولنو حتی د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د دوستۍ د ټينګښت شاهد به وي.دغه فعاليت د چين او هند ترمنځ د اويا کلنې ژورې دوستۍ په مناسبت د چيني خپرندويې ټولنو ځانګړی سوغات دی.

د هغې د معلوماتو له مخې په دې نندارتون کې د څه باندې شپېته چيني خپرندويي ارګانونو شاوخوا زر ډوله کتابونه ليدل کيږي چې پکې (د هېواد او سياست د ادارې په هکله د شي جين پينګ نظرونه ) او (د بې وزلۍ له منځه وړل ) په شمول چيني کتابونه شامل دي.زمونږ خبريال د نندارتون په ځای کې هغه معلومات تر لاسه کړل چې شاوخوا اويا سلنه کتابونه په انګليسي ژبه ليکل شوي وو. په دې هکله وانګ يي شون وويل (اواز۳) هيله لرم چې د کتابونو او انځورونو د دغه نندارتون او د اړوندو سمينارونو له لارې هندي خپرندويه ټولنې د چين چاپ چارو او د چين او هند له کلتوري تبادلې څخه ژوره خاطره ولري او دواړه خواوې په راتلونکې کې د ګډو برياليتوبونو پر بنسټ ښې همکاريزې اړيکې ټينګې کړي.

اوس مهال د چين د فينيکس د خپرندويې ټولنې په شمول د چين د چاب څو شرکتونو له هندي همکارانو سره په اړونده برخه کې ښې همکاريزې اړيکې ساتلې دي. په دې هکله د هند (GBD)د خپرندويي ټولنې مشر چې تل يې له چين سره نژدې همکارۍ کړی،ګشال ګويال وويل(اواز۴)مونږ تل د چين د چاپ له ارګانونو سره همکاريزې اړيکې ساتلې دي او تر اوسه پورې مو په انګليسي او هندي ژبو د چين په اړه څه باندې سل کتابونه ژباړلي او چاپ کړي دي. مونږ هيله لرو چې په راتلونکې کې دغو ښو همکاريو ته ادامه ور کړو او د هند او چين ترمنځ د کلتوري تبادلې لپاره لازيات خدمتونه وکړي. د بېجينګ پوهنتون د جنوبي اسيا مرکز پروفيسر جيانګ جينګ کوي وويل چې د کتابونو د ژباړلو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابلې تبادلې او تفاهم پياوړی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای