د امريکا لخوا د ايراني قوماندان قاسم سليماني له وژل کېدو وروسته د ايران د اسلامي انقلابي ګارډ لوړپوړي قوماندان غلام علي ابوحمزه ويلي چې په منځني او فارس خليج سيمه کې څه باندې ۳۵ امريکايي موخې او د اسرائيل تل ابيب زموږ د توغنديو تر شپېليو لاندې دي. بله خوا د امريکا ولسمشر خبرداری ورکړ چې که ايران بريد وکړي، نو دغه هېواد به د ايران پر ۵۲ موخوتېز او سخت بريدونه وکړي. نړيواله ټولنه له دې امله ډېره اندېښمنه ده او پدې اند ده چې هر هغه اقدام چې له پوره غور پرته يوازې د لنډ مهاله ګټو په پام کې نيولو سره ترسره شي، منځني ختيځ به له سخت بحران سره مخامخ کړي.
د نړيوالې ټولنې بېلابېلوخواوو له امريکا اوايران څخه د زغم ساتلو غوښتنه کړې. د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس د خپل وياند له لارې خبرداری ورکړ چې نړۍ په خليج کې يوه بله جګړه نه شي تحملولای. د فرانسې، جرمني او بريتانيې مشرانو د منځني ختيځ د حالاتو په اړه په يوه ګډه اعلاميه کې له بېلابېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې زغم دې وساتي،مسئوليت منونکې رويه دې غوره کړي او د حالاتو د ارامولو لپاره دې هڅې وکړي. له دې څخه څرګنديږي چې د منځني ختيځ حالات ډېر پيچلي او مهم دي او کمه تېروتنه يې ښايي نړۍ ته سخت زيانونه راوړي، نو د دغو حالاتو ارامول د نړيوالې ټولنې له ګډو ګټو سره سمون لري.
تاريخ دا ښيي چې مسئله د پوځي فشار له لارې مسئله نه شي حل کېدای، بېلابېلې خواوې دې سياسي لارې غوره کړي، د م م منشور او د نړيوالو اړيکو بنسټيز اصول دې وساتي، د دوامدار تقابل مخه دې ونيسي او ژر تر ژره دې د خبرو مېز ته بېرته ستانه شي.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |