د سينهوا اژانس د جنورۍ په ۶مه نېټه له تهران څخه خبر ورکړ چې د ايران د سپاه پاسداران د قدس څانګې عمومي قوماندان قاسم سليماني د جنازې مراسم په ۶مه نېټه د ايران په پلازمينه تهران کې تر سره شول.
د ايران د خبري رسنيو د خبر له مخې، څو لکه خلک په همدې ورځ د جنازې په په مراسمو کې د ګډون لپاره راټول او سړکونه له خلکو ډک وو. دوی تورې جامې اغوستې، د امريکا پر ضد شعارونه او نارې يې وهلې او له منځني ختيځ څخه د امريکايي ځواکونو د سمدلاسه ايستلو غوښتنه يې کوله. سليماني به د روانې مياشتې په ۷مه نېټه په خپل ټاټوبي، د ايران په جنوب ختيځ کرمان کې خاورو ته وسپارل شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |