د ملي امنيت په چارو کې د امريکا د ولسمشر پخواني سلاکار جان بولټون د جنورۍ په ۶مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې که د امريکا په ملي کانګرس کې د مشرانو جرګه دی احضار کړي، هغه به د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استيضاح دوسيې په هکله د مشرانو په جرګه کې د څېړنې په وخت کې شاهيدي ورکړي.
تر اوسه مالومه نه ده چې د مشرانو جرګه به څه وخت د دغې دوسيې څېړنه پيل کړي. له دې امله چې د مشرانو په جرګه کې د جمهوريت غوښتونکي ګوند غړي زيات دي، نو د اټکل له مخې دا ډېره مشکله ده چې ټرمپ دې سرغړوونکی او يا هم عزل کړای شي.
ژباړونکې:ډېوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |