د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس د جنورۍ په ۶مه نېټه له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د نړيوال وضعيت د لا نورې ترينګلتيا د مخنيوي لپاره سړه سينه وساتي.
ګوټريس په همدې ورځ د م م په مقر کې خبريالانو ته وويل چې اوس په ځينو سيمو کې د وضعيت ترينګلتيا په روانه پېړۍ کې بې سارې ده او د لا سختېدو په حال کې ده، د ذروي وسلو د نه خپرېدو تړون نه ساتل کېږي. هغه د ځينو هېوادونو له مشرانو سره په سلامشورو بوخت دی او پر اړوندو خواوو غږ کوي چې د ترينګلي وضعيت د لا نور سختېدو د مخنيوي لپاره دې تر وسې پورې سړه سينه وساتي او د نړيوالو خبرو اترو او همکاريو د بيا پيل لپاره دې کوښښونه وکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |