د سينهوا اژانس د جنورۍ په ۶مه نېټه له مسکو څخه خبر ورکړ چې د روسيې دفاع وزير سيرګي شويګو په همدې ورځ د ايران د ځمکنيو ځواکونو له قومندان لوی درستيز محمد حسين باقري سره د سيمه ييزو حالاتو په باب ټليفوني خبرې وکړې.
روسيې د دفاع وزارت لخوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې يادو دواړو مشرانو د سيمه ييزو حالاتو په باب مهمې نظريې شريکې کړې. دوی په دې موافقه کړې چې دواړه خواوې بايد د ايران د سپاه پاسداران د قدس څانګې د عمومي قوماندان قاسم سليماني د وژنې پېښې وروسته د سوريې او منځني ختيځ د حالاتو لا خرابېدو مخنيوی وکړي.
د روسيې خبري رسنيو د يو بل خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په ۶مه نېټه دې ته په اشارې سره وويل، د ذروي تړون له وروستي پړاو څخه د ايران وتل د ذروي وسلو د نه خپرېدو په بهير ناوړه اغېزه و نه لري. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |