CRI Online

د امريکا د ملي دفاع وزارت رد کړه چې امريکا به له عراق څخه ځواکونه بېرته راوغواړي

cri     (GMT+08:00) 2020-01-07 14:42:50

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ملي دفاع وزارت د جنورۍ په ۶مه نېټه خبر ورکړ، چې په عراق کې د امريکايي پوځ پاليسې نه ده بدله شوې او تر اوسه هيڅ داسې پلان نه لري چې له عراق څخه خپل ځواکونه بېرته رواغواړي. مخکې د ځينو رسنيو په راپورونو کې دا راغلي وو چې امريکا به له عراق څخه خپل ځواکونه بېرته راوغواړي، نو په دې اړه د دې هېواد د ملي دفاع وزارت د يادو ګونګسو ځواب ورکړی.

دغه وزارت په يوه اعلاميه کې وويل، چې امريکا به د داعش پر ضد د مقابلې په برخه او د عراق له امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ په برخه کې د عراق له حکومت سره د خبرو اترو ساتنې ته دوام ورکړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای