د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جرمني راډيو د جنورې په ۶مه نېټه د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير هېکو ماس سره ځانګړې مرکه خپره کړه. ماس دا غوښتنه وکړه چې بايد له دې څخه ډډه وشي چې عراق د امريکا او ايران ترمنځ د شخړو ډګر وګرځي، اروپايي ټولنه بايد په جګړه کې د منځني ختيځ د بيا پاتې کېدو د مخنيوي لپاره خپل رول ولوبوي.
ماس وويل، امريکا د ايران د اسلامي انقلاب ګارډ د قدس ځواکونو د قومندان جنرال قاسم سليماني په شمول د وژلو نتيجې په اړه ناسم نظر لري. په اوسنيو حالاتو کې بايد د ديپلوماتيکو لارو چارو په وسيله د منځني ختيځ وضعيت د ارامولو لپاره تر وسې پورې کوښښونه ترسره شي، يوازې په دې شرط به د اروپا امنيت تضمين شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |