CRI Online

بريتانوي کارپوه د يوې مقالې په خپرولو سره وويل چې راتلونکي لس کالونه به لا هم له چين سره اړه ولري

cri     (GMT+08:00) 2020-01-07 15:27:36

د بريتانيا (( ګارډين)) ورځپاڼې د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په ۳۱مه نېټه د بريتانيا د کمبريج پوهنتون د لوړ پوړي څېړونکي مارټين ياک يوه مقاله خپره کړه. په دغه مقاله کې ليکل شوي چې تېر لس کالونه له چين سره محفوظ وو او راتلونکي لس کالونه به همداسې وي. دغه مقاله په ټولنيزو رسنيو کې زياتو انټرنيټ کاروونکو شريکه کړې او لايکونه يې تر لاسه کړي.

په دې مقاله کې راغلي چې له ۲۰۱۰ کال راهيسې چين په نوې لاره د نړۍ پر افکارو اغېزې کړې او کوي يې. امريکا نه، بلکې چين په تېرو لسو کلونو کې د نړيوال اقتصادي پرمختګ سرچينه وه. په ۲۰۱۴ کال کې د نړيوال بانک د شمېرنې له مخې، د اخيستلو توان د برابرۍ (PPP) په حساب د چين اقتصادي پيمانه د امريکا پر ځای د نړۍ لومړی مقام نيولی. اوس د چين اقتصادي پيمانه د ۲۰۱۰ کال تر ۲ چندو زياته شوې.

په دغه مقاله کې ليکل شوي چې په تېرو لسو کلونو کې د چين د پرمختګ کيسه د انسانانو په تاريخ کې ډېره غير معمولي ده. د چين د پرمختګ په وړاندې لويديځ هېوادونه پيچلي احساسات لري.

په دغه مقاله کې ويل شوي چې چين په ۲۰۱۳ کال کې د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد وړاندې کړ چې دا د چين د اغېزو د زياتېدو ډېره څرګنده نښه ده. تر ۱۰۰ زياتو هېوادونو په دې پېشنهاد کې ګډون کړی او د زياتو هېوادونو مشرانو په ۲۰۱۹ کال کې د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ په سرمشريز فورم کې برخه اخيستې وه.

مارټين ياک په خپل ټويټر باندې هم دغه مقاله خپره کړې ده. زياتو کسانو دغه مقاله شريکه او لايک کړې ده. يو انټرنيټ کاروونکي ليکلي چې په دغه مقاله کې درواغجنې خبرې نشته، دا رښتينې او عيني خبرې دي چې په لويديځو خبري رسنيو کې ډېرې کمې ليدل کيدای شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای