CRI Online

د نوي کال په پيل کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بېجينګ کې د بهرنيو هېوادونو له مشرانو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2020-01-07 15:46:13

د چين د دولت رئيس شی جين پينګ د دسمبر په شپږمه نېټه په بېجينګ کې د کيريباس له ولسمشر تانيتي ماماو سره د کتنې په ترڅ کې دې ته په اشارې سره وويل چې نوی کال پيل شو، خو په نړۍ کې ښه او بد خبرونه په خپرېدو دي او د ناثابتۍ عوامل هم زيات شوي دي. ولسمشر تانيتي ماماو په داسې مهال کې له بېجينګ څخه ليدنه کړې چې په نوي کال کې په لومړي ځل واوره اورېدلې ده.په چين کې هغه متل شته چې وايي د واورې په اورښت سره به يو ښه کال پيل شي.مونږ باور لرو چې چين به په ۲۰۲۰ کال کې لا ښه پرمختګ ومومي.په همدې ورځ د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د لاوس له صدراعظم تونګلون سيسوليټ سره هم وکتل.

د ۲۰۱۹کال په نومبر مياشت کې د چين او کيريباس ترمنځ ديلوماتيکې اړيکې اعاده شوې. ۱۶ کاله کيږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ يادې اړيکې قطع شوې وې.د کيريباس ولسمشر تانيتی ماماو د ۲۰۲۰ کال په پيل کې له چين څخه ليدنه کوي چې دا په نوي کال کې د ده لومړی سفر دی. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د ولسمشر تانيتي ماماو د راتګ هر کلی وکړ.

رئيس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل چې ولسمشر تانيتی ماماو او د کيريباس حکومت په سم تاريخي لوري ولاړ دي او ور څخه د دوی سمه ستراتيژي او سياسي تګلاره ښکاري. چين د کيريباس د حکومت کړنې ستايي. هغه وويل، زه خوشحاله يم چې له ولسمشر تانيتي ماماو سره وينم او د نوي کال په پيل کې له چين څخه دده د ليدنې هر کلی کوم. د چين حکومت د تېر کال په سپتمبر کې د يوه چين د پېژندلو پر بنسټ له کيريباس سره ديپلوماتيکې اړيکې بيا اعاده کړې او د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ نوې پاڼه يې واړوله. د ديپلوماتيکو اړيکو تر اعاده کېدو وروسته دواړو خواوو په بېلا بېلو برخو او کچو کې دوه اړخيزې همکارۍ کړې او ابتدايي لاسته راوړنې يې تر لاسه کړې دي. له حقيقتو څخه ښکاري چې د چين او کيريباس ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو اعاده کېدل د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ له ګډو ګټو سره سمون لري او دوه اړخيزې اړيکې ښې راتلونکې لري.

رئيس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې دواړه خواوې بايد په سياسي چارو کې متقابل باور لا ټينګ کړي. چين تل په بې توپيري او مساوي رويه سره له لويو او کوچنيو هېوادونو سره ښه چلند کوي.بېلا بېل هېوادونه بايد د متقابل حاکميت او د خاورو بشپړتيا درناوی وکړي او په مساوي توګه دې يو له بل سره چلند وکړي.د دې ترڅنګ چين د سولې او پرمختګ پر لوري ټينګار کوي،د هېواد د غښتليتوب له امله باداري نه لټوي، د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي او هم نورو هېوادونو ته اجاره نه ور کوي چې د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي.د چين حکومت د دې درناوی کوي چې کيريباس له خپلو مشخصاتو سره سم په خپله خوښه پرمختيايي لار غوره کوي او غواړي چې له کيريباس سره د بېلا بېلو کچو تګ راتګ پياوړی کړي او د حکومتوالي په هکله له کيريباس سره تجربې شريکې کړي.دغه راز چين به د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د کيريباس له شل کلن پرمختيايي پلان سره ونښلوي او خپلمنځي همکارۍ به پياوړې کړي. په عين وخت کې چين غواړي چې په کيريباس کې د پانګونې لپاره زياتې چيني تصدۍ وهڅوي.اوس چين دا مني چې کيريباس د چيني اتباعو د ډله ييزو سفرونو د هدف په توګه ټاکل شوی چې له امله به يې دوه اړخيزې کلتوري تبادلې او ځايي همکارۍ پياوړی شي. سربېره پردې چين هم غواړي چې د م م او د ارام سمندر ټاپوګانو د فورم تر څو اړخيز ميکانيزم لاندې له کيريباس سره همکارۍ پياوړې کړي او د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ په همکاريز چوکاټ کې له اقليمي بدلون سره د مقابلې په برخه کې له کيريباس سره مرستو ته ادامه ورکړي تر څو د پرمختيايي هېوادونو ګډې ګټې وساتل شي.هغه وويل، د چين او کيريباس ترمنځ د اړيکو په نوي پيل کې له دغه هېواد سره يو ځای په سياسي چارو کې د متقابل درناوي او باور، په اقتصادي چارو کې د خپل منځۍ همکارۍ د پراخوالي او په کلتوري چارو کې د تفاهم او تبادلې د پياوړتيا لپاره ګډې هڅې وکړو تر څو په دوه اړخيزو اړيکو کې ډېرې لاسته راوړنې ولرو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای