CRI Online

تبصره: "د شانګهای سرعت" د چين جاذبه انعکاسوي

cri     (GMT+08:00) 2020-01-07 18:35:17

د امريکا Tesla شرکت د دسمبر په ۷ مه نېټه د چين په شانګهای ښار کې علان وکړ چې دوی به په چين کې د Model Y په نوم پروژه پيل کړي، دغه شرکت همدارنګه په همدې ورځ خپلو مشتريانو ته د هغو Model 3 موټرو لومړۍ جوپه وسپارله چې په شانګهای کې د دغه شرکت په نوې فابريکه کې توليد شوي دي. يوازې يوکال کيږي چې ياده فابريکه پرانيستل شوې، خو په دې يو کال کې په دغه فابريکه کې څه باندې ۱۰۰۰ موټر توليد شوي، د Tesla شرکت عمومي اجرائيه رئيس ايلون موسک په خپلو خبرو کې د دغې فابريکې لوړ کاري موثريت ته " د شانګهای سرعت" نوم ورکړ او د حيرانتيا وړ يې وباله.

"د شانګهای له سرعت" څخه لومړی د چين عصري تخنيکونه او د استعداد لروونکو کسانو وړتيا ښکاريږي، همداراز د دغه هېواد بازارونو ته د بهرنيو پانګوالو ليوالتيا هم ترې څرګنديږي. "د شانګهای سرعت" په دغه هېواد کې د ورخلاصون په پياوړتيا سره لوړ شوی، چين به خپل پرانيستی بازاري ميکانيزم لابشپړ کړي څو د نړيوال بازاري ميکانيزم له لوړې سويې سره برابر شي.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای