CRI Online

ايران په عراق کې د امريکايي پوځ پر اډې باندې د توغنديو بريد وکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-01-08 11:07:56

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ايران خبري رسنيو د جنوري په اتمه نېټه خبر ورکړ چې د دې هېواد انقلابي ګارد په عراق کې د امريکايي پوځ د اسد د هوايي پوځ پر اډې د لسګونو توغنديو بريدوکړ، خو تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه راپور نه دی ور کول شوی.

د امريکا پنتاګون د دې خبر پخلی وکړ او ويې ويل چې دغه توغندي د ايران له خوا توغول شوي وو. سپينې ماڼۍ وويل چې امريکا ياد خبر اخيستی او ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې پېښې په باب معلومات تر لاسه کړي دي او دغې پېښې ته يې پاملرنه کړې ده.

د روانې مياشتې په مارچ کې د ايران لوړ پوړي جنرال قاسم سليماني د عراق په نړيوال هوايي ډګر کې د امريکايي پوځ په هوايي بريد کې ووژل شو. تر هغه وروسته د ايران مذهبي مشر ايت الله خامنه يي د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل ايران به له امريکا څخه غچ واخلي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای