د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ د جنوري په ۷مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د دې هېواد ولسمشر ايمانويل مکرون په همدې ورځ د ايران له ولسمشر حسن روحاني سره د منځني ختيځ د ترينګلي وضعيت په هکله ټليفوني خبرې وکړې.
په دې اعلاميه کې راغلي، مکرون له روحاني سره په ټليفوني خبرو کې په عراق او منځني ختيځ کې د ترينګلي وضعيت د سختېدو په اړه ډېره پاملرنه څرګنده کړه او و يې ويل فرانسه به د دې سيمې وضعيت د ارامولو لپاره کوښښونه وکړي. مکرون پر ايران غږ وکړ چې بايد د ترينګلي وضعيت د سختېدو په موخه هېڅ انتقامي تدبير و نه نيسي او په نږدې وخت کې دې په ذروي تړون کې خپلې ژمنې دوباره پوره کړي. دواړو ولسمشرانو موافقه وکړه چې په راتلونکو ورځو کې به د منځني ختيځ وضعيت په اړه خپلمنځي تماس وساتي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |