CRI Online

په ايران کې د ګڼې ګوڼې او تر پښو لاندې کېدو په پيښه کې د مړه شويو کسانو شمېر ۵۶ تنو ته ورسيد

cri     (GMT+08:00) 2020-01-08 11:16:43

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د جنورۍ په اوومه نېټه د ايران د سپاه پاسداران د قدس څانګې عمومي قوماندان جنرال قاسم سليماني د جنازې په مراسم کې د ګڼې ګوڼې او تر پښو لاندې کېدو په پيښه کې د مړه شويو کسانو شمېر ۵۶تنو ته ورسيد.

د ايران ټلويزيون د دغه هېواد د بيړنۍ درملنې مرکز د مسئول په قول وويل چې په دغه پيښه کې لږ تر لږه ۵۶تنه مړه او ۲۱۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

ژباړونکې:ډېوه


1  2  3  
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای