CRI Online

۶۹طالبان د افغانستان حکومت ته تسليم شول

cri     (GMT+08:00) 2020-01-08 11:18:48

د افغانستان په لويديځ کې د غور ولايت والي غلام ناصر حصر د جنورۍ په اوومه نېټه وويل چې ۶۹ طالبان په شپږمه نېټه حکومت ته خپلې وسلې ورکړې او تسليم شول.

نوموړي وويل چې د افغانستان ملي پوځ په تېره يوه اونۍ کې د دغه ولايت په شهرک سيمه کې د تصفيوي عمليات پيل کړي او څه دپاسه دري سوه طالبان يې محاصره کړل. د همدې ورځې په ماښام د طالبانو ۶۹تنه د افغانستان ملي پوځ ته تسليم شول او څه دپاسه شپيته ميله وسلې يې وسپارلې. ملي پوځ د دغو وسله والو لخوا د ورکولو شويو مالوماتو له مخې د طالبانو د بمونو يو ګدام هم پيدا کړ.

د افغانستان د امنيتي چارو څانګې اړوند چارواکي وويل چې له ۲۰۱۰ کال څخه راپدې خوا څه دپاسه لس زره تنه وسله وال کسان وسلې پر ځمکه ايښې او له سوله ايز بهير سره يو ځای شوي دي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای