CRI Online

د چين او پاکستان د ازادې سوداګرۍ تړون د دويم پړاو پروتوکول نافذ شو

cri     (GMT+08:00) 2020-01-08 11:20:38

د چين او پاکستان د ازادې سوداګرۍ تړون د دويم پړاو پروتوکول په وروستۍ موده کې نافذ شو. په دې هکله د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د جنورۍ په ۷مه نېټه په بيجينګ کې يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې چين غواړي له پاکستان سره يو ځای دواړو هېوادونو او د دواړو هېوادونو خلکو ته لا زياتې ګټې ورسوي.

د خبر له مخې، په ياد پروتوکول کې د ګمرکي مالياتو د کمولو تدبير د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ له لومړۍ نيټې څخه يې تطبيق پيل شوی دی. ګنګ شوانګ وويل چې د دغه پروتوکول مرکزي محتويات د ازادېدو سوداګرۍ د پخواني تړون پر بنسټ تر ډېرې زياتې اندازې پورې د تجارت د ازادې کيدو سويې لوړېدل دي. په دغه پروتوکول کې ټاکل شوي چې د چين او پاکستان تر منځ له تعرفې پرته توليداتو اندازه به له پخوانۍ ۳۵سلنې څخه ۷۵سلنې ته زياته شي. چين غواړي له پاکستان سره پر له پسي سياسي باور ټينګ کړي، د سوداګرۍ او پانګونې په شمول برخو کې خپلمنځي هراړخيزه همکارۍ پياوړې کړي تر څو دواړو هېوادونو او د دواړو هېوادونو خلکو ته لا زياتې ګټې ورسوي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای