د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران رسنيو د جنوري په ۸مه نېټه، د اوکراين د هوايي شرکت يوه الوتکه چې پکې ۱۷۰ تنه سپاره وو، په همدې ورځ د تهران د خميني نړيوال هوايي ډګر ته نږدې غورځېدلې ده. ښايي ټول مسافرين مړه شوي وي.
د ټاکلي پلان له مخې، دغه بوينګ ۷۳۷ نمبر الوتکه له تهران څخه د اوکران پلازمينه کيف په لوري الوتنه کړې وه، خو تر څو دقيقې وروسته د تخنيکي ستونزې له امله هوايي ډګر ته نږدې وغورځېدله. د ايران د ملکي هوايي چارو د سازمان وياند وويل، د ژغورنې ډله د دې الوتکې د غورځېدو ځای ته رسېدلې ده. تر اوسه په دې الوتکه کې د مسافرينو د هويت په اړه مالومات نه دي خپاره شوي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |