د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د جنوري په ۸مه نېټه وويل، ايران د سيمه ييز وضعيت لا نوره ترينګلتيا او يا جګړه نه غواړي، خو ايران به پر ځان د نورو هېوادونو د تېريو د مخنيوي لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيسي.
ظريف په همدې ورځ په خپل ټوېټر کې وليکل چې ايران په همدې ورځ په عراق کې د امريکا پر پوځي اډو توغنديز بريدونه وکړل، دا د م م د منشور په چوکاټ کې د ايران دفاعي تدبير دی. ايران د سيمه ييز وضعيت لا نوره ترينګلتيا او يا جګړه نه غواړي، خو ايران به پر ځان د نورو هېوادونو د تېريو د مخنيوي لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيسي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |