CRI Online

د امریکا بې شرمانه کړنې او د اروپا لپاره نه ختمیدونکي کړکیچونه

cri     (GMT+08:00) 2020-01-08 16:06:35

د ۲۰۲۰ کال په پيل کې په بغداد کې دريو توغنديو د منځني ختيځ د انفجار ثانيه سوز ته اور ورته کړ. د لويديځو خبري رسنيو د خبر له مخې، د امريکا بې پيلوټه الوتکې د جنورۍ په ۳مه نېټه په ناڅاپي توګه د عراق د بغداد پر نړيوال هوايي ډګر بريد وکړ چې د ايران د سپاه پاسداران د قدس څانګې د عمومي قوماندان جنرال قاسم سليماني او د عراق د شعي وسله والې حشدالشعبي ډلې د قومندان مرستيال ابو مهدي المهانديس په شمول څو تنه ووژل شول.

د امريکا دغه پوځي عمليات د حيرانۍ وړ دي چې د يو ملي حاکميت لرونکي او په خپلواک هېواد کې د توغنديو په وسيله د يو بل هېواد يو پوځي مشر وژل کيږي. د لا حيرانۍ وړ خبره دا ده چې امريکا له دغه پوځي بريد مخکې يوازې اسرائيل خبر ورکړي و، خو د امريکا نژدې اروپايي ملګرو په دې اړه بيخي هيڅ مالومات نه درلودل. د بريتانيا د ميرور په ورځپاڼه خبر ورکړی چې د بريتانيا لومړي وزير بوريس جانسون د دغې پيښې له اوريدلو وروسته بدرد ويلي دي او د بريتانيا د ولسي جرګې د بهرنيو چارو کميټې پخواني رئيس توماس توګيندهات وويل چې ملګري بايد دښمنان حيران کړي ، خو نه خپل ملګري.

نړيوالو سياسي کارپوهانو ته مالومه ده چې د دويمې نړيوالې جګړې له پای ته رسيدوراهيسې منځنی ختيځ تل د نړۍ د جنګ پاروونکی ځای پاتې شوی. د امريکا په شمول د ځينو هېوادونو تر لاسوهنو لاندې د دې سيمې د هېوادونو تر منځ توپيرونه، قومي او مذهبي اختلافونه حساس او شتون لري چې جنګونه په پرله پسې ډول دوام کړی، خلک کډوال او بې کوره شوي. د تاريخي اوجغرافيايي لاملونو له مخې د بريتانيا، فرانسې اوجرمني په شمول اروپايي هېوادونه په منځني ختيځ کې ډېرې ګټې او ورته پاملرنه لري. د کډوالو، د ايران ذروي مسئلو، د سوريې او داعش مسئلې ټولې د دغو اروپايي هېوادونو تر پاملرنې لاندې دي او ډېر غواړي حل يې کړي، خو امريکا په ډېره بې شرمانه توګه دغه بريد تر سره کړ چې د اروپايي هېوادونو نه ختمیدونکي کړکیچونه ترې رامنځته شوي دي.

لومړی، امريکا د ټاکلي پلان له مخې په دقيق ځای کې د ايران پر يو ډېر مهم مشر بريد وکړ چې د دواړو هېوادونو تر منځ اصلي توپيرونه لا نور هم سخت شوي او د ايران د ذروي مسئلې په هکله هراړحيز تړون په پای کې ويجاړ شو. د ايران حکومت د جنورۍ په پنځمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې ايران د ذروي مسئلې په هکله د هراړخيز تړون د ځنډونې په پنځم پړاو کې له وروستي محدوديت څخه هم لاس واخيست چې د سنتر فيزونو شمېر به محدوديت نه کړي دي. د فرانسې د خبري اژانس د خبر له مخې، د فرانسي ولسمشر ايمانويل ماکرون، د بريتانيا لومړي وزيز بوريس جانسون او د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکيل په دې هکله يوه ګډه اعلاميه خپره کړه او له ايران څخه يې غوښتنه وکړه چې د زور زياتي لا نور فعاليت او د ذروي وسلو د خپرولو عملونه تر سره نه کړي او د ذروي تړون سرغړوونکي تدابيرو څخه لاس واخلي. اروپايي ټولنې د روانې مياشتې په پنځمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف ته بلنه ورکړه چې د اروپايي ټولنې په عمومي مقر کې د منځني ختيځ د حالاتو او د ايران د ذروي مسئلې په هکله د هراړخيز تړون په اړه سلامشورې وکړي. له دې څخه څرګنديږي چې اروپا په دې وروستيو ورځو کې د امريکا د بې شرمانه کړنو د ارامولو په کارونو بوخت دي.

برسيره پر دې د ايران او د شعي وسله والو لخوا احتمالي پوځي عمليات په عراق کې د ناټو هېوادونو اتباعو ته ډېر خطرونه پېښ کړي. د امريکا او عراق تر منځ احتمالي وسله والې نښتې به هم د اروپايي هېوادونو ګټو ته سخت زيانونه ورسوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای