CRI Online

تبصره:د منځني ختيځ سخت حالات د هيڅ خوا په ګټه نه دي

cri     (GMT+08:00) 2020-01-08 20:47:06

د منځني ختيځ حالات مخ په سختېدو دي.

ايران د امريکا لخوا د دغه هېواد پوځي قوماندان قاسم سليماني د وژل کېدو په غبرګون کې لومړی د ترهګريزو سازمانونو په نوملړ کې د امريکا پوځ شامل کړ او ورپسې يې د روانې مياشتې د اتمې نېټې په سهار وختي په عراق کې د امريکا پر پوځي اډو د لسګونو توغنديو بريد وکړ او ويې ويل چې۸۰ امريکايان يې وژلي دي. امريکا وويل چې دوی اوس د دغه بريد له امله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې او زيانونو ارزونه کوي او په فارس خليج او اړوندو سيمو کې يې د الوتنو د ممنوعيت حکم صادر کړی دی. خو په ورته وخت کې په تهران کې د اوکراين يوه ملکي الوتکه ولوېدله چې د بېلابېلو خواوو د توجه وړ ګرځېدلې ده.

د امريکا او ايران ترمنځ تقابل د سختېدو په حال کې دی، معلومه نه ده چې دواړه خواوې به څه نور ګامونه پورته کړي، خو پرته له شکه چې که تېروتنه پکې رامنځته شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ تقابل به په اسانۍ نه شي ختمېدای او منځنی ختيځ به د جګړې لمن ته لانږدې شي، ښکاره ده چې دا به د هيڅ خوا په ګټه نه وي.

د منځني ختيځ حالت د نړۍ لپاره ډېر مهم دی او سختېدا يې ښايي نړۍ ته سخت زيانونه ورسوي. همداراز د امريکا او ايران ترمنځ اړيکې هم د نړۍ د اندېښنې وړ دي.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای