د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د ليبيا ملي پوځ د جنورۍ په اتمه نېټه اعلان وکړ چې د دغه هېواد د پلازمېنې ترابلس پر شاوخوا پراخو سيمو به الوتنې منع کړو.
د ليبيا ملي پوځ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د دوی د پوځي عملياتو په روانېدو او ترابلس ته په نږدېدو سره د دغه پوځ مشر پرېکړه وکړه چې د الوتنو د ممنوعيت ساحه لاپراخه کړي او په دغه ساحه کې به د متيګا نړيوال هوايي ډګر او په دغه هوايي ډګر کې پرته پوځي اډه هم شامله شي. د الوتنو د ممنوعيت وخت پر ځايي وخت د جنورۍ د اتمې نېټې له ۱۷ بجو څخه پيلېږي. په دغه اعلاميه کې له بېلابېلو هوايي شرکتونو څخه د يادو مقرراتو د مراعات کولو غوښتنه شوې ده.
(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |