سينهوا اژانس د جنورۍ په ۸مه نېټه له بغداد څخه خبر ورکړ چې د عراق ولسمشر برهم صالح د جنورۍ په ۸مه نېټه په دغه هېواد کې پر امريکايي اډو د ايران د توغنديزو بريدونو غندنه کړې او له اړوندو خواوو څخه يې د سړې سينې د ساتنې غوښتنه کړې ده، نوموړي ويلي چې اړوندې خواوې دې خبرو اترو ته لومړيتوب ورکړي، څو په جګړه کې د دغې سيمې د ډوبېدو مخنيوی وشي.
د عراق د ولسمشر دفتر د جنورۍ په اتمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، صالح سيمه ييزو حالاتو ته ډېره پاملرنه کوي، د عراق په خاورو کې د امريکا پر پوځي اډو د ايران د توغنديزو بريدونو غندنه کوي او ويلي يې دي چې د داسې کړنو مخه بايد ونيول شي، که نه عراق به په جګړه کې ډوب شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |