CRI Online

ټرمپ : د ايران بريدونو امريکايانو ته مرګژوبله نه ده اړولې، لا هم د امريکا او ايران تر منځ د همکارۍ شونتيا شته

cri     (GMT+08:00) 2020-01-09 10:51:33

سينهوا اژانس جنورۍ په اتمه نېټه له واشنګټن څخه خبر ورکړ چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په همدې ورځ وويل، د عراق پر هغې پوځي اډې بريد چې پکې امريکايي سرتيري مشت دي، مرګژوبله نه لري. امريکا به پر ايران نوي اقتصادي بنديزونه ولګوي، خو لا هم د ګډو ګټو په برخه کې له ايران سره د همکارۍ هيله لري.

نوموړي د همدې ورځې په سهار په ټلويزيوني خبرو کې وويل، امريکا به سمدلاسه پر ايران نوي اقتصادي بنديزونه ولګوي، امريکا نه غواړي چې پوځي عمليات تر سره کړي، د امريکا پوځي او اقتصادي قوت پر ايران د فشار اچولو تر نورو ځواکمنه اغېزه لري. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای