CRI Online

د ترکيې او روسيې مشرانو د ليبيا د جګړې له اړوندو خواوو څخه وغوښتل چې د روانې مياشتې له ۱۲مې نېټې څخه اوربند وکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-01-09 11:09:10

سينهوا اژانس له استانبول څخه خبر ورکړ چې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اوردوغان په همدې ورځ په استانبول کې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوټين سره ليدنه کړې او يوه ګډه اعلاميه يې خپره کړې ده، په دغه اعلاميه کې د ليبيا د جګړې له اړوندو خواوو څخه غوښتنه شوې چې د روانې مياشتې د ۱۲مې نېټې په 12:00 AM اوربند وکړي او د خبرو اترو له لارې دې اوسنی بحران حل کړي.

اوردوغان او پوټين په همدې ورځ په استانبول کې سره ليدنه کړې او ورپسې يې د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره د ليبيا د جګړې له اړوندو خواوو څخه ياده غوښتنه کړې ده او پر دې يې ټينګار کړی چې اوربند دې په مداوم او مسلسل ډول تر سره شي، څو په ترابلس او نورو ښارونو کې د اوسېدونکو ژوند بيا عادي شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای