CRI Online

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي د چين د دولتي شورا له غړي او د بهرنيو چارو له وزير وانګ يي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2020-01-09 11:21:51

د چين مرکزي راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن د خبر له مخې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي د جنورۍ په اتمه نېټه د دې هېواد په پلازمينه قاهره کې د چين د دولتي شورا له غړي او د بهرنيو چارو له وزير وانګ يي وکتل.

ولسمشر عبدالفتاح السيسي وويل چې چين يو ستر هېواد دی او رئيس شي جين پينګ په نړۍ کې يو اغيزه لرونکی مشر دی.د چين په اقتصادي او ټولنيز پرمختګ کې تر لاسه شوې لاسته راوړنې د درناوي وړ دي.هغه د مصر او چين ترمنځ د همکاريو جامع او د ستراتيژيکو اړيکو د ټينګېدو لوړه ارزونه وکړه او له مصر څخه يې د چين له قيمتي ملاتړ څخه ډېره مننه وکړه. مصر د يو کمربند او يوې لارې له وړانديز څخه ټينګ ملاتړ کوي او غواړي چې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ لپاره يو مهم همکار وګرځي.

وانګ يي وويل چې ښاغلي ولسمشر السيسي د ولسمشرۍ د ماموريت مودې له پيل راهيسې شپږ ځله له چين څخه ليدنې وکړې او له چيني مشرانو سره يې نهه ځله ملاقاتونه وکړل چې له امله يې د دواړو خواوو ترمنځ ژوره دوستي او متقابل باور ټينګ شوی دی. د دواړو هېوادونو د مشرانو د ستراتيژيو تر لارښوونې لاندې د چين او مصر ترمنځ اړيکو ګړندی پرمختګ موندلی دی. د مصر د باور وړ همکار په توګه چين د دې هېواد د حاکميت،خپلواکۍ او د خاورو د بشپړتيا د ساتلو، له خپلو مشخصاتو سره سم د مصر له خوا د پرمختيايي لوري د غوره کولو،د تندلارۍ او ترهګرۍ له هر ډول ځواکونو سره د مبارزې په برخه کې د مصر له هڅو څخه ملاتړ کوي. د دې ترڅنګ چين د مصر د ملي سمسورتيا له چټکتيا او په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې د مصر د لا مهم رول له لوبولو څخه هم ملاتړ کوي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای