CRI Online

د امريکا پوځ د سوريې په شمال ختيځ کې له دوو اډو څخه ووت

cri     (GMT+08:00) 2020-01-09 11:25:30

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د سوريې خبري رسنيو د جنورۍ په اتمه نېټه خبر ورکړ چې د امريکا پوځ په همدې ورځ د سوريې په شمال ختيځ کې د الهسکه ايالت له دوو اډو څخه د وتلو په حال کی دی او عراق ته د ورتګ لپاره يې تياريانې نيولې دي.

د سوريې خبري اژانس د خبر له مخې شاوخوا څلوېښت وسلې او پوځي تجهيزات وړونکې لارۍ د دې ولايت په شمال ختيځ کې د مالکيه سيمې له يوې پوځي اډې څخه ووتلې او نورې پنځوس وسلې وړونکې لارۍ د دې ولايت په جنوب کې له بلې پوځي اډې څخه وتلي دي.د امريکايي پوځ دوه ډلې اوس د ياد ولايت په ختيځ کې د سوريې او عراق ترمنځ سرحدي سيمه کې راغونډې شوي او عراق ته د ورتګ لپاره يې تياريانې نيولې دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای