CRI Online

د اوکرايني الوتکې د غورځېدو په ځای کې حالت

cri     (GMT+08:00) 2020-01-09 16:32:00
د اوکرايني الوتکې د غورځېدو په ځای کې حالت

د جنورۍ د اتمې نېټې په سهار، د اوکراين د هوايي شرکت يوه الوتکه د ايران د پلازمينې تهران د خميني نړيوال هوايي ډګر ته نږدې وغورځېدله. د ايران رسنيو خبر ورکړ چې په دغه الوتکه کې سپاره ۱۶۷ تنه مسافرين او ۹ تنه کارکوونکي ټول مړه شوي دي. د دې پېښې تر پېښېدو وروسته د چين ميډيا ګروپ خبريالان لې شيانګ پينګ او لي هوی جونګ د پېښې ځای ته ورسېدل او له ځينو کسانو سره يې مرکې وکړې. اوس به په دې اړه يو راپور واورئ.

د جنورۍ د اتمې نېټې شاوخوا د سهار په شپږو بجو، د اوکراين د هوايي شرکت يوه بوينګ ۷۳۷ نمبر الوتکې د تهران د خميني هوايي ډګر څخه د کيف په لوري الوتنه کړې وه، خو تر شپږو دقيقې وروسته د ماشين د سوځېدو له امله تهران ته نږدې پرند سيمه کې وغورځېدله. دا له ۴۰ کلونو راهيسې په ايران کې له هغو هوايي پېښو څخه ده چې له ځان سره ډېره سخته مرګژوبله لري.

د دې الوتکې د غورځېدو ځای ته نږدې کلي کې پاکوونکي مېتي په همدې سهار دغه پېښه وليدله، هغه زموږ له خبريالانو سره په مرکه کې وويل، دغه پېښه ډېره د خواشيني وړ ده.

((کله چې زه په کار بوخت وم، و مې ليدل چې دغه الوتکه زما په لوري راغله او زما سر ته يې نږدې پاس په هوا کې تېره کړه. هغه وخت د الوتکې ماشين اور اخيستی و، سرعت يې ډېر ګړندی و او تر کنټرول لاندې نه وه. بيا وروسته دغه الوتکه په دې سيمه کې وغورځېدله او وچاودېده. زه يو پاکوونکی يم، د الوتکې د غورځېدو ځای د پاکولو لپاره راغلم او دلته مې يوازې ټوټې وليدلې، دغه پېښه ډېره خواشينونکې ده او دغه سيمه له ژړاغونې فضا څخه ډکه ده. ))

د دې الوتکې د غورځېدو له امله ۱۶۷ مسافرين او ۹ تنه کارکوونکي ټول مړه شول. د نيکمرغۍ خبره دا ده چې چلوونکي پيلوټ له ملکي ودانيو څخه الوتکه تېره کړه او په اخر کې يو فوټبال ميدان ته نږدې وغورځېدله. خبريال وليدل چې د فوټبال ميډان ته نږدې د لارې په غاړو کې د څراغ ستنې پرې شوې وې او د الوتکې د غورځېدو په ځای کې د دې الوتکې ډېرې ټوټې او د مسافرينو توکي يې وليدل مثلا د ماشومانو بوټان، کتابونه او داسې نور. ځايي اوسېدونکي واحد هم د يادې الوتکې د غورځېدو حالت ليدلي، هغه زموږ خبريالانو ته داسې وويل

((د پېښې ځای زما کور ته نږدې دی، ما وليدل چې الوتکه په هوا کې تاوېده ښايي پيلوټ غوښتل چې الوتکه بېرته هوايي ډګر ته ستنه کړي او يا د ښکته کېدو لپاره يو ميدان ولټوي، خو بريالی نه شو. ما وليدل چې پيلوټ له ملکي ودانيو څخه د ډډه کولو په غرض ډېر کوښښ وکړ او په پای کې الوتکه په هغه سپورتي ميدان کې وغورځېدله چې له ملکي ودانيو سره کابو يو دوه سوه مټره واټن لري، د چاودنې ستر اواز واورېدل شو. بيا وروسته زه راغلم، و مې ليدل چې ايا څوک ژوندي پاتې شوي وي، خو هېڅوک ژوندي پاتې نه و. ډېر پرې خواشيني يم او د دوی کورنيو ته همدردۍ مراتب وړاندې کوم. ))

د ايران حکومت تر پېښې وروسته سمدلاسه ژغورونکې ډلې د پېښې ځای ته وليږلې، ۲۲ امبولانسونو او ۱ چورلکې د ژغورنې په کارونو کې برخه درلوده. د افسوس وړ خبره دا ده چې په الوتکه کې له سپارو کسانو څخه يو هم ژوندی نه دی پاتی شوی. د ايران د ملکي هوايي چارو ادارې لخوا د خپور شوي لېست له مخې، د دغې الوتکې په ۱۶۷ مسافرينو کې ۱۴۷ ايرانيان وو او نور بهرنيان وو. د ايران د سرې مياشتې ټولنې د ژغورنې ډلې کارکوونکي محمد رضا زموږ خبريالانو ته وويل مرګژوبله ډېره سخته ده، دوی د جسدونو د راوړلو لپاره درې ساعته لګولي دي. اوس توربکس پيدا شوی او پلټونکې ډلې ته سپارل شوی دی، ور پسې به دوی د الوتکې د ټوټو پاکولو کارونه ترسره کړي.

د ايران د حکومت وياند په دې پېښه کې پر مړه شويو کسانو خواشيني څرګنده کړه او اعلان يې وکړ چې د جنوري په ۹مه نېټه به د دغو مړه شويو کسانو په اړه يو ورځنی ماتم ترسره کړي.

اوکراين په همدې ورځ اعلان وکړ چې د روانې مياشتې له ۹مې نېټې څخه به د ايران له لارې ټول پروازونه وځنډوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای