CRI Online

امنيت شورا له ټولو غړو هېوادونو څخه د منشور د مراعات غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-01-10 10:37:27

سينهوا اژانس د جنورۍ په ۹مه نېټه له م م څخه خبر ورکړ چې امنيت شورا په همدې ورځ د يوې رئيسه اعلاميې په خپرولو سره له ټولو غړو هېوادونو څخه په هر اړخيز ډول د م م د منشور د مراعات غوښتنه وکړه او په دې يې ټينګار کړی چې امنيت شورا به د څو اړخيزم او په څو اړخيزو چارو کې د م م رول د ساتنې لپاره هڅې وکړي.

امنيت شورا په همدې ورځ د م م د منشور د مراعات او د نړيوالې سولې او امنيت د ساتنې په غنوان لوړپوړې علنۍ غونډه کې ياده رئيسه اعلاميه خپره کړه چې له مخې به يې امنيت شورا د م م منشور او اړوند مقررات او اصول وساتي، د نړيوالو قوانينو پر بنسټ به نړيوال نظام جوړ کړي او يو لا سوله ييزه، سمسوره او عادلانه نړۍ به اباده کړي، څو بېلا بېل هېوادونه په سوله کې ګډ ژوند وکړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای