د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مصر هوايي شرکت د جنورۍ په ۹مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل دغه شرکت به د روانې مياشتې له ۱۱مې نېټې څخه د عراق پلازمينې بغداد په لوري بيا پروازونه پيل کړي.
په دې اعلاميه کې راغلي، دغه شرکت به د عراق امنيتي وضعيت له نږدې وڅاري او له اړوندو ارګانونو سره به همغږۍ ته دوام ورکړي چې د مسافرينو او پروازونو د خونديتوب د تضمين په اړه سمه پرېکړه وکړي.
د مصر د ملکي هوايي چارو ادارې د جنورۍ په ۷مه نېټه اعلان وکړ چې د امنيتي ستونزو له امله به د روانې مياشتې له اتمې نېټې څخه تر لسمې نېټې پورې بغداد ته د دې شرکت ټول پروازونه وځنډېږي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |