CRI Online

ايران : د اوکرايني الوتکې د غورځېدو پېښه د امريکا پر پوځي اډو د ايران د توغنديو له بريد سره تړاو نه لري

cri     (GMT+08:00) 2020-01-10 10:50:49
ايران : د اوکرايني الوتکې د غورځېدو پېښه د امريکا پر پوځي اډو د ايران د توغنديو له بريد سره تړاو نه لري

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران ټلويزيون د جنورۍ په ۹مه نېټه خبر ورکړ، د دغه هېواد د سړک او ښار د پرمختګ وزير محمد اسلامي په همدې ورځ وويل چې د روانې مياشتې په اتمه نېټه په تهران کې د اوکرايني الوتکې د غورځېدو پېښه د امريکا پر پوځي اډو د ايران د توغنديو له بريد سره تړاو نه لري.

نوموړي وويل، داسې اوازې دي چې وايي ترهګريز بريد، چاودنه او يا ويشتنه ښايي د اوکرايني الوتکې د غورځېدو لامل وي، خو دا له حقيقت سره سمون نه خوري. د دغې الوتکې د غورځېدو لامل تخنيکي مسئله ده. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای