CRI Online

روسيې په تور سمندر کې لويه پيمانه پوځي تمرين تر سره کړ

cri     (GMT+08:00) 2020-01-10 10:52:19

سينهوا اژانس د جنورۍ په ۹مه نېټه له مسکو څخه خبر ورکړ چې د روسيې د پوځي بېړيو د شمال ډلې او د تور سمندر ډلې په همدې ورځ د کريميا ټاپووزمې ته نژدې د تور سمندر په سيمه کې لويه پيمانه پوځي تمرين تر سره کړ، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين له نژدې دغه تمرين ننداره کړ.

د روسيې د ولسمشرۍ ويبپاڼې اعلاميه وايي چې د روسيې د سمندري ځواکونو عمومي قوماندان نيکولا، يرمينوف پوټين ته وويل، دغه تمرين په نويو سامان الاتو او نويو پوځي تخنيکونو سمبال دی. د تمرين ټولې موخې پوره شوې دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای