CRI Online

د ۲۰۲۰ کال د چين پسرلني اختر ترانسپورټي موده پيل شوه

cri     (GMT+08:00) 2020-01-10 14:58:25

د ۲۰۲۰ کال د چين پسرلني اختر ترانسپورټي موده د جنورۍ په لسمه نېټه په رسمي توګه پيل شوه او هغه خلک چې د هېواد په بېلا بېلو ځايونو کې کارکوي، په دې وخت بير ته خپلو ټاټوبيو ته د راتګ په لاره کې و. په دې وروستيو کلونو کې په چين کې د چټکو اورګاډو او سړکونو د پرمختګ له امله خلک د پسرلني اختر په موده کې خپلو ټاټوبيو ته د راتګ په لاره کې ډېرې ټاکنې او اسانتياوې لري.

د جنورۍ د لسمې نېټې په شپه له بيجينګ څخه د جيانګ سو ولايت نان تونګ ښار ته يو اورګاډي چې په کې څه دپاسه شپږ سوه تنه مسافرين سپاره وو، حرکت وکړ. د زيات شمېر مسافرينو په نظر د تېرو څو کلونو د پسرلني اختر په موده کې د اورګاډو د ټکټونو د اخيستلو په ترڅ کې ډېرې مشکلې وې، خو اوس خلک په اسانه توګه د اورګاډو ټکټونه اخيستلی شي او د اورګاډو په سټېشن کې هر څه ډېر منظم دي. يو مسافر وويل چې د اورګاډو سرعت ډېر چټک شوی او هم په اسانه او ډېر ژر ټکټونه اخيستلی شو. په دغه سټېشن کې يو بل مسافر وايي چې تر اوسه د اورګاډو په سټېشن کې دومره ګڼه ګوڼه نه شته.

د پسرلني اختر له رانژدې کيدو سره سره د اورګاډو په واګونونو کې د جشن فضا راپورته شوې او د اورګاډو پر کړکيو باندې د چينايي نيکمرغۍ کاغزي نښې نښلول شوي. په دې چاپيريال کې مسافرين له خپلو کورنيو غړيو سره د پسرلني اختر د نمانځنې په خيال کې وي. يو مساغر وويل چې زما پلار او مور زاړه شوي. زه غواړم چې د هر کال د پسرلني اختر په موده کې له دوی سره يو ځای او ملګرتيا وکړم او يوازې د پسرلني اختر تېره شپه او د دغه اختر لومړۍ او دويمه ورځ زما لپاره ډېرې ښې دي. يو بل مسافر داسې وويل چې د پسرلني اختر په وخت کې له کورنيو غړيو سره يو ځای ډوډۍ خوړل او نمانځنه کول ډېر په زړه پورې وي.

د چين پسرلني اختر ترانسپورټي حالت د تيرې پيړۍ له اوومې لسيزې څخه پيل شوی او په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارو له عملي کېدو راهيسې زيات شمېر خلک د کارونو او زده کړو لپاره له خپلو ټاټوبيو څخه لويو ښارونو ته تللي دي. د چين د دوديز پسرلني اختر په موده کې هغه مزدوران او زده کوونکي چې د هېواد په نورو ځايونو کې دي، د دود له مخې بير ته کورنيو ته ستنيزي شوی اوله کورنيو غړيو سره راغونډيږي، له دغه اختر وروسته دوی بيا ښارونو ته ځي. نو د پسرلني اختر په موده کې د چين په بېلا بېلو ځايونو کې د خلکو تګ راتګ ډېر زيات وي چې ساری يې په ټوله نړۍ کې کم ليدل کيږي. له ۲۰۱۲ کال څخه تر اوسه پورې هر کال د دغه اختر په موده کې د تګ راتګ مسافرينو شمېر شاو خوا درې مليارډو ته رسيږي.

د يو شمېرنې له مخې د روان کال د پسرلني اختر په ترانسپورټي موده کې به په درې مليارډو تنو کسانو کې نژدې ۲ميليارډه او ۵۰۰ مليونه تنه د سړکونو ، ۴۴۰ ميليونه تنه د اورګاډو، ۷۹ ميليونه تنه د الوتکو او ۴۵ ميليونه تنه د بيړيو په وسيله تګ راتګ وکړي. د چټکو اورګاډو، الوتکو اوشخصي موټرو په وسيله د تلونکو کسانو شمېر د پخوا په پرتله ډېر لوړ شوی دی. د چين د انکشاف او اصلاحاتو کميټې مرستيال منشي جاو چن شي وويل چې اړوندې څانګې به خپل خدمتونه ښه کړي تر څو مسافرين د سفر په موده کې اسانتياوې ولري. خلک اوس په اسانه توګه د ګرځندو ټليفونونو په وسيله د اورګاډو، الوتکو بريښنايي ټکټونه اخيستلی شي او په هوايي ډګر کې ځانګړي ماشينونه بېلا بېل خدمتونه وړاندې کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای