CRI Online

تبصره: د چين د ساينس او تکنالوژۍ له ملي جايزې څخه د دغه هېواد د علمي پرمختګ لامل ښکاري

cri     (GMT+08:00) 2020-01-10 18:36:08

په چين کې د ساينس او تکنالوژۍ ملي جايزې د ۲۰۱۹ کال ګټونکي د جنورۍ په لسمه نېټه اعلان شول او جايزه ګټونکو ته يې د جايزې ورکولو مراسم په همدې ورځ د دغه هېواد په پلازمېنه بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې ترسره شول. د چين د لومړني ذروي اوبتل ډيزاين کوونکي هوانګ شيو هوا او هوا پېژندپوه ځنګ چينګ څون د ۲۰۱۹ کال د ساينس او تکنالوژۍ تر ټولو عالي ملي جايزه وګټله. دغه جايزه ساينسپوهانو ته د چين د حکومت د احترام سمبول ګڼل کيږي او ورڅخه د دغه هېواد د علمي پرمختګ لامل ښکاري.

ياده جايزه د چين حکومت لخوا په ۱۹۹۹ کال کې تاسيس شوې او هدف يې د علمي نوښت او ابتکاري چارو ته د ساينسپوهانو هڅول دي. تراوسه پورې دغه جايزه ۳۳ ساينسپوهانو ته ورکړل شوې ده. د چين حکومت په ۲۰۱۹ کال کې د دغې جايزې ګټونکو ته مکافات زيات کړل او له دې څخه ښکاري چې حکومت ساينسپوهانو ته لاډېر احترام لري او علمي نوښت ته ډېره پاملرنه کوي.

نن انسانان د نوي پړاو علمي او صنعتي انقلاب له چانسونو سره مخ دي او د نړۍ لوی هېوادونه ټول د ساينس او تکنالوژۍ د نوي کولو په هڅه کې دي چې پکې چين هم شامل دی. د چين حکومت په ۲۰۱۸ کال کې په علمي څېړنه کې څه باندې 1970 مليارډه ژن مين بي يوانه پانګونه کړې چې دغه شمېر په همدې کال کې د دغه هېواد په GDP کې ٪2.19 برخه او په نړۍ کې دوهم ځای ونيو. د پوهنې ملکيت حق نړيوال سازمان په ۲۰۱۹ کال کې د نړۍ د نوښت شاخص درجه بندي خپره کړه چې چين پکې ۱۴ م ځای نيسي، دا مسلسل څلورم کال دی چې په دغه درجه بندۍ کې د چين ځای لوړيږي. تر ټولو مهم ټکی دا دی چې چين د علمي پرمختګ د هڅولو ترڅنګ تل له نورو هېوادونو سره پر پرانيستو ګډو همکاريو ټينګار کوي. چين پدې ښه پوهيږي چې خپله علمي سويه تر پرمختللو هېوادونو لاهم وروسته پاتې ده او د دغې سويې د لوړتيا لپاره د نورو هېوادونو له تجربو څخه زده کول په کار دي، سربيره پردې انسانان د انرژۍ امنيت، اقليمي بدلون او فضايي امنيت په برخو کې له ګډو ننګونو سره مخ دي او د دغو ننګونو له منځه وړل د بېلابېلو هېوادونو ګډو نږدې همکاريو ته اړتيا لري. د بېلګې په توګه چين اوس هڅه کوي چې په۲۰۲۲ کال کې يو فضايي ستېشن جوړ کړي او بېلابېلو هېوادونو ته يې بلنه ورکړې چې له دغه فضايي ستېشن څخه په کار اخيستلو يولړ علمي ازموينې ترسره کړي. د بريتانيې د رويال استرونوميکل ټولنې پخوانی رييس مارتين بارستو پدې اړه وايي چې، د چين کړنه ساری نه لري او هغو هېوادونو ته به فضا ته د ننوتلو زمينه برابره کړي چې ساينسپوهان يې فضا ته نه دي رسيدلي.

چين به د علمي نوښت چارو او په دې برخه کې له نورو سره پرانيستو همکاريو ته دوام ورکړي او د نړيوال علمي پرمختګ لپاره به زياتې هڅې وکړي.

(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای