د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ماليې وزارت د جنورۍ په لسمه نېټه اعلان وکړ چې د ايران پر اتو لوړ پوړيو چارواکو او ځېنو کاني شرکتونو باندې به بنديزونه ولګوي، څو په عراق کې د امريکا پر پوځي اډې باندې د ايران د توغنديو بريدونو ته ځواب ورکړي او د ايران د پيسو د راغونډولو لارې بندي کړي.
دغه وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د ايران د ملي امنيت عالي شورا سکرتر علي شمخاني او د ايران د اردو د لوی درستيز مرستيال محمد ليسا اشدياني او ۱۷ فلزي او کاني شرکتونه په ياد لېست کې شامل شوي دي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |