CRI Online

ايران دا منلې چې ايراني ځواکونو په غير قصدي توګه د اوکراين مسافروړونکې الوتکه ويشتلې

cri     (GMT+08:00) 2020-01-11 15:48:53

(د پېښې ځای انځور)

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران دولتي تلويزيون د جنورۍ په ۱۱مه نېټه خبر ورکړ چې ايراني ځواکونو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، د اوکراين مسافر وړونکې الوتکه چې د جنورۍ په ۸مه نېټه په ايران کې ولويده، د ايراني ځواکونو له خوا په غير قصدي توګه ويشتل شوې ده.

د ايراني ځواکونو په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې دغه الوتکه له غورځېدو مخکې د ايران حساسې پوځي سيمې ته نژدې شوې وه. د دې پېښې د ټولو ښکېلو اړوندو کسانو پلټنه به تر سره شي او دوی ته به سزا ورکول شي.

ايراني ځواکونو په دغه اعلاميه کې د دې پېښې له امله له اړوندو خواوو څخه بښنه غوښتلې ده او و يې ويل چې د دغسې پېښې د تکرارا د مخنيوي لپاره به اړوند سيستم بشپړ کړي.

د ايران ولسمشر حسن روحاني د جنورۍ په ۱۱مه نېټه د ټولنيزو رسنيو له لارې وويل، چې ايران د دې پېښې په اړه تاسف څرګندوي او و يې ويل، چې دا يوه ډېره سخته غلطي ده. نوموړي زياته کړه چې ايران به د دې پېښې په اړه پلټنه تر سره کړي او اړوندو کسانو ته به سزا ورکړي. د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف وويل، چې د امريکا خطرناک عمليات د ايران د دغې غلطۍ سبب شوی دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای