د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د عراق په صلاح الدين ايالت کې پر بلاد هوايي ډګر چې پکې امريکايي سرتيرې ميشت دي، د جنوري د ۱۲مې نېټې په شپه د توغنديو بريد وشو او له امله يې د عراق د هوايي ځواک ۴ سرتيري ټپيان شول.
د عراق د ګډو عملياتو لارښوونکې ادارې د جنوري په ۱۲مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، پر ياد هوايي ډګر د ۸ توغنديو بريد وشو او له امله يې د ياد هېواد د هوايي ځواک ۴ تنه سرتيري ټپيان شول چې په دغو کسانو کې ۲ تنه چارواکي شامل دي. په دې اعلاميه کې د پېښې په اړه لا نور جزييات نه دي په ډګه شوي.
تر اوسه پورې هېڅ شخص يا سازمان د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخستې. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |