CRI Online

د بريتانيا او المان مشرانو په ټليفوني خبرو کې د ايران د ذروي تړون په ساتلو ټينګار وکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-01-13 10:06:44

د بريتانيا لومړي وزير بوريس جانسون او د المان صدراعظمې انګيلا ميرکيل د جنورۍ په ۱۲مه نېټه وويل، دواړه هېوادونه د ايران د ذروي تړون د پلي کېدو لپاره هڅې کوي.

د بريتانيا د لومړي وزير ماڼۍ وياند د جنورۍ په ۱۲مه نېټه وويل، د دواړو خواوو مشرانو په همدې ورځ په ټليفوني خبرو کې يادې خبرې وکړې. دوی په دې اند دي چې په ايران کې د ذروي وسلو نه شتوالی د بريتانيا او المان له ګټو سره سمون لري. دوی پر دې ټينګار وکړ چې دواړه هېوادونه به د ذروي تړون د ساتنې لپاره دوامداره کوښښونه وکړي.

دغه وزير وويل، دواړو خواوو په ټليفوني خبرو کې د ليبيا حالاتو په باب هم بحثونه کړي دي او پر دې يې ټينګار وکړ چې د خبرو اترو له لارې د اوسني کړکېچنو حالاتو ښه والی ډېر مهم دی، بايد د م م په لارښوونې د ليبيا بحران د حل کولو بهير ملاتړ وشي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای