CRI Online

ايران په غير قانوني غونډه کې د بريتانيا لوی سفير له ګډون سره مخالفت او احتجاج پرې وکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-01-13 10:09:04

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت د جنورۍ په ۱۲مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، دغه وزارت په همدې ورځ په غير قانوني غونډه کې د بريتانيا د لوی سفير روب مرکيل له ګډون سره مخالفت او خپل رسمي احتجاج وړاندې کړی.

په دې اعلاميه کې ليکل شوي چې روب مرکيل په ۱۱مه نېټه په تهران کې په يوه غير قانوني غونډه کې ګډون کړی، د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرکيل او د بريتانيا حکومت ته يې په دې اړه رسمي احتجاج څرګند کړی. ايران مرکيل ته خبرداری ورکړ چې د ايران په دننه کې په غير قانوني غونډه ګډون کول د ده له ديپلوماتيک ماموريت سره مطابقت نه لري. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای