سينهوا اژانس د جنورۍ په ۱۲مه نېټه له دمشق څخه خبر ورکړ چې د سوريې مخالفو ډلو په همدې ورځ د حلب ولايت په مرکزي ښار حلب د توپونو ډزې وکړې چې له امله يې درې عام وګړي ووژل شول او ۳ تنه نور ټپيان دي.
د سوريې اژانس د ځايي پوليسو په حواله وويل، مخالفو ډلو چې د حلب په لوېديځه او شمال لوېديځه سيمه کې ميشت وو، د همدې ورځې په غرمه د حلب ښار پر څو استوګنځايونو توغندي وويشتل چې له دې امله څو تنو ته مرګژوبله اوښتې، کورونه او بنسټيز تاسيسات زيانمن شوي. د سوريې اژانس خبر ورکر چې د ۲ ماشومانو په ګډون د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |