سينهوا اژانس د جنورۍ په ۱۲مه نېټه له مسکو څخه خبر ورکړ چې د روسيې د ولسمشرۍ ويبپاڼې په همدې ورځ ويلي دي چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په همدې ورځ د فرانسې له ولسمشر ايمانويل ماکرون سره د ليبيا او ايران د حالاتو په باب ټليفوني خبرې وکړې. پوتين په خپلو خبرو کې وويل، روسيه به په سياسي او ديپلوماتيکې لارې د ليبيا بحران د حل او د ليبيا قضيې په اړه د برلين غونډې د بريالي کېدو لپاره تر وسې پورې مرسته وکړي. يادو دواړو خواوو پر دې ټينګار وکړ چې د ليبيا د شخړو اړوندې خواوې دې د روانې مياشتې له ۱۲مې نېټې څخه اوربند وکړي.
يادو دواړو مشرانو د ايران قضيې په باب له اړوندو خواوو څخه د سړې سينې د ساتنې غوښتنه کړې او د ذروي تړون د ساتنې لپاره يې د اړوندو خواوو د کوښښونو ملاتړ وکړ. برسيره پر دې، دوی په ټليفوني خبرو کې د اوکراين او سوريې د حالاتو په باب هم بحثونه کړي دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |