CRI Online

د انلاين سوداګرۍ په برخه کې د چين او ميانمار تر منځ همکارۍ د دواړو هېوادونو تصديو ته ګټې رسوي

cri     (GMT+08:00) 2020-01-13 15:59:15

په چين کې د انلاين سوداګرۍ د مروج کيدو سره سره په چين کې د انلاين سوداګرۍ په اړه چارو کې ډېر پرمختګ رامنځته شوی دی. د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز تر لارښوونې لاندې په چين کې د انلاين سوداګرۍ تصديو د هرې ورځ په پوره څليرويشتو ساعتونو کې د معاملو له لارې د يو کمربند او يوې لارې په پلان کې برخوالو هېوادونو ته ګټې رسولې او رسوي يې چې د چين له يون نان ولايت سره ګډ پوله لرونکی هېواد ميانمار د چين له انلاين سوداګرۍ څخه ګټې اخيستي دي.

جو جو د ميانمار د يو انلاين سوداګرۍ شرکت مشره ده چې د دې په انلاين دکان کې د لباسونو، د سينګار او ارايش، د ژوند د اړتياوو توکو په شمول زيات شمېر توليدات له چين څخه راغلي دي. هغې په ميانمار کې د انلاين سوداګرۍ د پرمختګ پټ ځواک پيدا کړی، خو اوس په دغه هېواد کې د انلاين سوداګرۍ چارې لا هم کمزورې دې، نو هيله يې څرګنده کړه چې په دغه باره کې له چين څخه تجربې واخلي. هغې وويل چې زما په اند چين د انلاين سوداګرۍ په چارو کې په نړۍ کې تر ټولو پرمختللی هېواد دی. د چين د توليداتو بيه ټيټه ده چې ډېر تفوق لري، په ميانمار کې د مشتريانو لپاره چې دومره لوړ عايدات نه لري، ډېر مساعد دي. د چين توليدات قيمته نه دي او کيفيت يې ښه دي چې د پلورنې لارې يې ډېرې پراخې دي. موږ له چين څخه توليدات اخلو چې د ليږدونې او ترانسپورټ اصلي بيه هم ټيټه ده او ګټې يې مناسبې او زياتې دې. ما اوريدلی چې په چين کې د شيانو اخيستلو په وخت کې نغدو پيسو ته اړتيا نه شته، دا په ميانمار کې له اټکل څخه وتلی کار دی. که د چين انلاين سوداګرۍ تر سره کوونکي دغه تجربې له ميانمار سره شريکې کړي، زموږ د هېواد مشتريان به ښې ګټې تر لاسه کړي.

د چين او ميانمار تر منځ د سرحدي کرښې اوږدوالی څه دپاسه دوه زره کيلومترو ته رسيږي چې هغه ځای کې څلور بندرونه د دواړو هېوادونو تر منځ په تجارتي تګ راتګ کې مهم رول لوبوي. څو کاله مخکې د ميانمار په شمال کې د دوکانونو خاوندانو د موټرو په وسيله د څو سوه کيلومترو په چلولو سره له يادو بندرونو څخه چيني توليدات اخيستل. خو اوس د نړيوالې انلاين سوداګرۍ له لارې دوی د ګرځنده ټليفون په وسيله دغه چارې بشپړولی شي، ځکه چې د چين د سی چوان ولايت د يوې تصدۍ خاوند وانګ ګوانګ فو په نژدې شلو کلونو کې د دواړو هېوادونو تر منځ په سرحدي سيمه کې په تجارتي چارو کې کار کړی دی. د ده شرکت د ګرځند ټليفون يو سافټ وير جوړ کړی چې د ميانمار د دوکانونو خاوندان په اسانه توګه چيني توليدات اخيستلی شي. هغه وويل چې لومړی مو په ګرځنده ټليفون کې يو ښه او اسانتياوو لرونکی سافت وير جوړ کړی چې په ميانمار کې د اړوندو دوکانونو خاوندان راجلب کيږي، وروسته دوی ته د توليداتو د برابرولو لاين مو جوړ کړی چې په دې چارو کې زموږ د سيالۍ توان به زيات او پياوړی شي. په چين کې صنعتي توليد په نړۍ کې مشهور دي او د توليداتو ډولونه زيات دي. زما په نظر چيني توليدات په اوږده راتلونکې کې ډېر پراخ بازارونه لري چې د جنوبي او جنوب ختيځې اسيا هېوادونو کې د پلورلو لپاره يو ډېر ښه فرصت دی.

اوسمهال چين او ميانمار د يو کمربند او يوې لارې په اړه پروژې او د دواړو هېوادونو اقتصادي دهليز جوړوي.په هراړخيزه توګه په بېلا بېلو ساحو او کچو کې د چين او ميانمار تر منځ د همکاريو پياوړي کول د دواړو هېوادونو ګډې نظريې دي. د دواړو هېوادونو د تصديو خاوندانو د يو کمربند او يوې لارې په پلان کې د فعال ګډون لپاره د ۲۰۱۷ کال په جون مياشت کې په ميانمار کې د يو کمربند او يوې لارې سوداګريزه ټولنه جوړه کړه. د دغې ټولنې مشر ګو شينګ لو په ميانمار کې د انلاين سوداګرۍ د پرمختګ په هکله باور لري او هيله يې وښودله چې دواړه هېوادونه د انلاين سوداګرۍ په ساحه کې واقعي همکارۍ وکړي. هغه وويل چې انلاين سوداګري يو تمايل دی. د ميانمار اړوندې حکومتي څانګې هيله لري چې د انلايان سوداګرۍ د تخنيکونو او بازارونو په شمول برخه کې د چين له اړوندو تصديو سره تګ راتګ وکړي. دوی هم غواړي په دې بخش کې ښه پرمختګ ومومي. يقين دی چې په نژدې راتلونکې کې به د انلاين سوداګرۍ په چارو کې د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ نورې هم پياوړې شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای