CRI Online

شي جين پينګ: چارواکي دې د نظام له مخې خپل مسئوليت او کارونه تر سره کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-01-13 21:04:59

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي شي جين پينګ د ۱۹مې دورې د مرکزي کمېسيون د څار او نظارت کميټې په ۴مه عمومي غونډه کې مهمه وينا وکړه. هغه وويل، روښانه او څرګند نظام بايد جوړ شي څو د دې هېواد چارواکي وکولی شي نور کارونه او چارې ښې تر سره کړي.

نوموړي وويل، د چارواکو ازموينو او څارنو کې بايد د نظام تطبيق شامل شي څو چارواکي په جدي توګه د نظام له مخې خپل مسئوليت او کارونه تر سره کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای