په ۲۰۲۰ کال کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د څار او نظارت کمېټې عمومي غونډه د جنورۍ په ۱۳مه نېټه تر سره شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ په دغه غونډه کې وويل، چې د ګوند پر جدي ادارې او د ګوند او دولت د څار سيستم پر ساتنې او بشپړتيا دې ټينګار وشي او پر واک دې کنترول او نظارت پياوړی شي.
شي جين پينګ وويل، چې د چين کمونېست ګوند د واک پلي کولو په بهير کې بريالۍ لار پيدا او د واک د نظارت اغېزمن سيستم يې جوړ کړی دی، ټول چارواکي دې پر دې لارې او سيستم ټينګار وکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |