CRI Online

په نوی کال کې به د چين او افريقا ترمنځ همکارۍ نړۍ ته نوي بدلونونه ورسوي

cri     (GMT+08:00) 2020-01-13 21:11:13

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جنورۍ له ۷مې نېټې څخه تر ۱۳مې نېټې پورې د مصر، جيبوتي، ايريتريا، بروندي او زيمبابوې په شمول له پنځو افريقايي هېوادونو څخه لېدنې وکړې.

۲۰۲۰ کال د چين او افريقا ترمنځ د همکاريز فورم د جوړېدو له ۲۰مې کليزې سره برابر دی او له ګانا او مالي سره د چين د ديپلوماتيکو اړيکو د جوړېدو ۶۰مه کليزه هم ده. ډېرو رسنيو دې ته پاملرنه کړې چې د چيني او افريقايي مشرانو د شويو ګډو نظريو او د چين او افريقا ترمنځ د همکاريز فورم د بېجينګ سرمشريزې غونډې د نتيجو د عملي کېدو هڅونه، د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ پياوړتيا او د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو ټينګتيا د وزير وانګ يي په دغه سفر کې مهم کارونه دي.

د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ په نوې زمانه کې د يو کمربند او يوې لارې مهم رول ورځ تر بلې څرګنديږي. تر اوسه پورې ۴۴ افريقايي هېوادونو او د افريقايي ټولنې کمېټې له چين سره د يو کمربند او يوې لارې همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي. تېر کال د چين او افريقا ترمنځ د سوداګرۍ اندازه له ۲۰ مليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتې وه او چين په تېرو مسلسلو ۱۱ کلونو کې د افريقا لومړی لوی سوداګريز ملګری پاتې شوی دی. د کينيا، جيبوتي او زيمبابوې په شمول د زياتو افريقايي هېوادونو مشرانو او چارواکو د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په اړه له چين سره د همکارۍ هيلې څرګندې کړې دي.

وزير وانګ يي د ځينو هېوادونو له خوا د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ د بدنامولو د اوازو په اړه وويل، چين له افريقا سره په همکارۍ کې د ګټو پر مناسبو افکارو ټينګار کوي، د دغو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي، په همکارۍ کې هيڅ سياسي شرط نلري او د افريقا هيلو او اړتياوو ته درناوی کوي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای