د م م د پستي چارو د ادارې دفتر څو ورځې مخکې د چين د کرنيزې جنترۍ له مخې د موږک نوي کال د لمانځنې لپاره ځانګړي پستي ټکټونه خپاره کړل.
د مالوماتو له مخې، ياد دفتر ټولټال ۱۰ ځانګړي پستي ټکټونه خپاره کړي چې د هر يو بيه ۱.۲ ډالر ( کابو ۶.۹ ژن مين بي يوانه ) دي. د پستي ټکټ په کيڼې برخه کې د م م نښان او په ښې برخه کې له قيچي شوي کاغذ څخه يې د موږک شکل جوړ کړی دی. د موږک شکل د چين د انځورګر ين هوې لي لخوا ډيزاين شوی او رنګ يې د چين عنعنوي زرين او سور دی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |