CRI Online

د شينجيانګ د قبرونو او هديرې په هکله د چين د سي جي ټي اين (CGTN)خبريال راپورټاژ

cri     (GMT+08:00) 2020-01-14 10:37:38

په دې وروستيو ورځو کې د امريکا د سي اين اين (CNN) تلويزيوني شبکې هغه خبر ور کړ چې په لندن کې ميشت اويغوري شاعر عزيز اسه ايلکون د خپل پلار قبر نه شي پيدا کولی او ويلي يې دي چې په شينجيانګ کې د اويغوري قوم څو سوه قبرونه د ځايي حکومت له خوا ويجاړ شوي دي او پر دې يې ټينګار کړی چې دا د اويغوري کلتور د له منځه وړلو لپاره د چين حکومت يوه کړنه ده.

نو د چين د سي جي ټي اين خبريال په ځانګړي توګه د شينجيانګ د اقسو د شاايا ولسوالۍ ته ورغلی او هلته يې د عزيز له مور سره د ده د پلار د قبر احترام وکړ او د دې ترڅنګ يې د يادې تلويزيوني شبکې د دروغ را برسېره او حقيقت يې پيدا کړ.

د عزيز مور وويل چې په شينجيانګ کې اکثره کليوال خپل مړه شوي د کورنۍ غړي او خپلوان تر خاورو لاندې قبرونو کې ښخوي. د عزيز پلار تر مړينې وروسته مو هم دغه مراسم تر سره کړل.خو دغه ځمکني قبرونه ځيني وخت د باران اورښتونو او د حيواناتو د وران کارۍ له امله ويجاړيږي. نو کله نا کله ترميميږي چې له امله يې کليوالو په دې اړه ډېر شکايتونه درلودل.نو تر هغه وروسته له ۲۰۰۰ کال څخه اړوندو څانګو د ملکيانو د نظرونو تر راغونډولو وروسته د زړو قبرونو په شاوخوا سيمه کې نوي قبرونه جوړ کړل. هغې هم په ۲۰۱۸ کال کې د خپل مېړه قبر هديرې ته انتقال کړ چې واټن يې له پخوانۍ هديرې څخه يوازې سل متره دی.

د ده مور هم زمونږ خبريال ته وويل چې په خپله خوښه مو قبر دغه نوې هديرې ته انتقال کړی، ځکه چې نوی قبر هلته له خښتو څخه جوړ شوی او جوړښت يې د بادونو او بارانونو پر وړاندې مقاومت لري او همدارنګه شاوخوا چاپيريال يې په دوبي کې ډېر پاک منظم او ښکلی دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای