CRI Online

د روسيې د بهرنيو چارو وزير:د ليبيا د شخړو د حل په هکله خبرو اترو ځيني پرمختګونه موندلي دي

cri     (GMT+08:00) 2020-01-14 10:39:15

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د دسمبر په ديارلسمه نېټه وويل چې د ليبيا د شخړو ښکيلو خواوو په همدې ورځ د روسيې په پلازمينه مسکو کې د اوربند په هکله خبرو اترو کې ځيني پرمختګونه موندلي دي.

د روسيې د خبري اژانس د خبر له مخې د روسيې او ترکيې د بهرنيو چارو د وزيرانو او د دفاع وزيرانو په منځګړيتوب سره د ليبيا د شخړو د ښکيلو خواوو مشرانو په همدې ورځ په مسکو کې څو ساعته غيرمستقيمې خبرې اترې وکړې. لاوروف د دې خبرو اترو د نتيجو د يادونې په ترڅ کې وويل چې په يادو خبرو اترو کې ځيني پرمختګونه موندل شوي دي.د ليبيا د ملي يووالي حکومت مشر د اوربند تړون لاسليک کړ، خو د ليبيا د ملي پوځ مشر حافتر ويلي چې پر دې تړون څېړنې ته اړتيا لري او د روانې مياشتې په څوارلسمه نېټه به پرېکړه وکړي چې دغه تړون لاسليک کړي او که نه.

د دې تړون له مخې د ليبيا د شخړو ښکيلې خواوې بايد له شرطونو پرته اوربند تر سره کړي او د دې هېواد په پلازمينه ترابليس او نورو ښارونو کې دې د امنيتي وضعيت د ارامېدو لپاره هڅې وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای